په جلاوطنۍ کې د رسنیو غونډه:

 

په دې غونډه کې د افغانستان، اوکراین، میانمار، ایران، ترکیې، بلاروس او روسیې د بیان ازادۍ، رسنیو او خبریالانو وضعیت وڅېړل شو.

دا غونډه د خبریالانو د ملاتړ کوونکو معتبرو سازمانونو او په بیلا بیلو هیوادونو کې د جلا وطنه خبریالانو په ګډون د Körber Stiftung له لوري د یو شمیر نورو نړیوالو بنسټونو لکه: Zeit Ebelin ,ECPMF په همکارۍ د جرمني په هامبورګ کې راغوښتل شوی و.

د آمو ټلویزیون بنسټګر لطف الله نجفی زاده د دې پروګرام اصلي ویناوال وو او د رسنیو، خبریالانو او د بیان د ازادۍ پر اوسني وضعیت یې ټینګار وکړ.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان رئیس حامد عبیدي هم د غونډې ګډونوالو ته د دې سازمان د جوړښت، اصولو ، برنامو او راتلونکو پلانونو په اړه مالومات ورکړل او د رسنیو، خبریالانو او د بیان د آزادۍ د وضعیت لپاره یې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې پروګرام کې د خبریالانو د مسلکي کارونو د دوام لپاره د جلاوطنو خبریالانو پر ملاتړ هم ټینګار وشو.

د خبریالانو ملاتړو سازمانونو هم ژمنه وکړه چې له جلا وطنه خبریالانو سره به خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

دا په جلاوطنۍ کې د رسنیو پینځمه غونډه ده.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د بیان د ازادۍ، رسنیو او د افغانستان د خبریالانو غږ پورته کول خپل رسالت ګڼي!