د شهید فهیم دشتی د لومړي تلین په مناسبت د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پیغام

په نومهالې نړۍ کې د بیان خپلواکي د هغو خبریالانو او رسنوالو د قربانیو او ځان تېرېدنو پوروړې ده، چې په نړۍ کې یې د وجدان غږ پورته کړی او په دې لار کې یې خواږه ځانونه بایللي دي.
په خواشینۍ او درد، چې د بیان د ازادۍ اصولو ته د یوه وفادار، ژمن، پوه او پیاوړي ژورنالیست، شهید فهیم دشتی، د بېلېدو یو کال پوره شو.
شهید فهیم دشتی، په تېرو دوو لسیزو کې، د خپلواکو رسنیو او د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع له بنسټ اېښودونکیو سرلارو څخه و. هغه د جمهوریت په لومړیو ورځو کې د کابل اونیزې خپرونې بیا پیل کړې.
د مدني ټولنو په رامنځته کېدو کې يې فعاله ونډه واخیسته او د رسنوالو د حقونو د دفاع او د رسنیو او بیان د خپلواکۍ لپاره د قوانینو او طرزالعملونو په تدوین کې یې د رسنوالو او فعالینو لپاره ونډه تل پاموړ وه.
هغه په هر حال کې دغو اصولو ته ژمن پاتې شو، د هر خبریال پر شهادت یې وژړل او د هررسنوال د حق تر لاسه کولو په لار کې تر پایه ودرېد.
فهیم دشتی یو پاکلاسی او ځوانمرد شخص و، پراخ اړیکي یې لرل او له ټولو ژورنالیستانو سره یې پرته له تبعیضه مناسبات پالل او په پای کې هم له تحجر، افراطیت سره د مبارزې او تر هرڅه مهم د بیان د ازادۍ او اطلاعاتوته د خلکو د لاسرسي په لار کې شهید شو.
د فهیم دشتي او ګڼو نورو خبریالانو قربانیو او وینو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ نیالګی خړوب کړی او په یوه سمسوره ونه بدل کړی دی او همدوی په تېرو دوو لسیزو کې د ژوند په قربانولو سره د بیان د خپلواکۍ حق ژوندی ساتلی دی، چې لا یې هم ریښې مظبوطیږي. اوس چې د استبداد او افراطیت بوړبوکۍ هره خوا راڅرخي، موږ ته ښايي چې کلک ودریږو او دغه سمسوره ونه راپرځېدو ته پرې نه ږدو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتر سازمان د خپل پخواني همکار او ملګري یاد ته درناوی کوي او ټولو رسنوالو او خبریالانو ته یادونه کوو، چې د شهید فهیم دشتی د لارې د دوام لپاره او د بیان و رسنیو د خپلواکۍ د ساتنې په لار کې خپلې لیکې لا پسې پیاوړې کړي او د صنفي هڅو په پایله کې افغانستان یو ځل بیا خپلواکي، ولسواکي او د انساني رښتو ترلاسه کولو ته ورسوي.
د هغه ځوان و ځوانمرد ملګري یاد دې تلپاتې وي
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان