د بیان ازادي د انسان تر ټولو اساسي حق دی

د بیان ازادي د یوه بشري حق په توګه د معاصر انسان د ټولنیز ژوند اړتیا ده. د همدې حق پر بنسټ هره انساني ټولنه د رسنیو او رسنوالو د حقونو د تأمین لپاره ځانګړي قوانین رامنځ ته کوي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر بدلون روسته دغه حق په بنیادي بڼه تر پښو لاندې شوی دی. رسنۍ تر جدي سانسور لاندې دي او رسنوال له ګڼو ګواښونو، خنډونو او ستونزو سره مخامخ دي. مهاجرت ته د ګڼ شمېر رسنوالو تر اړکېدو پرته هغه خبریالان او د رسنیزو چارو فعالین، چې په افغانستان کې پاتې دي، ورځ په ورځ د خپلو دندو د له لاسه ورکولو، ګواښ او ځورولو له وېرې سره مخامخ دي. رسنۍ د سانسور، اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له کبله یوه په بلې پسې په ټپه دریږي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان به ډېر ژر په دې اړه د وضعیت یو بشپړ مستند راپور چمتو کړي.
که څه هم په دې روستیو کې په افغانستان کې سرپرست حکومت د رسینو د تخطیو ځانګړي کمیسیون رامنځ ته کړی دی، خو په هېواد کې د یوه قانونمند نظام د تشې له کبله د دغسې یوه کمیسیون ایجاد او کار شونی نه دی.
د بیان د ازادۍ د اصل له مخې هر هېواد په خپل اساسي قانون کې د خپلو ښاروندانو لپاره د دغه حق حدود او څرنګوالی تعریفوي. په اساسي قانون کې د بیان د ازادۍ د حق تر تضمین روسته، په دې اړه ځانګړي قوانین، لوایح او طرزالعملونه رامنځ ته کیږي، چې د هغو پر بنسټ لاندې بنیادونه مشخص او تعریفیږي:
· د رسنیو ازادي
· د رسنیو له حقونو د دفاع او څار بنسټونه
· معلوماتو د لاسرسي حق
· معلوماتو ته د لاسرسي پر څرنګوالي د نظارت او څارنې بنسټونه
· رسنیزو تخطیو ته د رسیدګي بنسټونه
· د رسنیزو جرایمو لپاره د جزا کوډونه او ځانګړې محکمې
· نشراتي پالیسي
· د رسنیو د اقتصادي ملاتړ صندوق
او نور…
موږ په داسې ورځو کې په دې اړه خپله اندېښنه خپروو، چې افغانستان اساسي قانون نه لري او نور ټول قوانین هم په مبهمه توګه ملغی اعلان شوي دي. په دغه قانوني او حقوقي تشه کې د رسنیو او رسنوالو د ازادۍ او حقونو په اړه هر اقدام مفهوم او حقوقي بنسټ درلودلای نه شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر ټولو افغان خبریالانو، حقوق پوهانو، نړیوالو معتبرو مسلکي سازمانونو او نورو اړوندو بنسټونو غږ کوي، چې په دغه ځانګړي کړکېچن وضعیت کې د افغان خبریالانو او ټولو رسنوالو د ژوند او کار د خوندي ساتنې او په نړیواله سطح د ځانګړو لارو چارو په پلټنه کې د یوې ګډې هڅې له لارې زموږ او د ټولو افغان رسنوالو ملاتړ وکړي.
سازمان ژمنه کوي، چې په دې برخه کې هم هر لوري ته مسلکي – علمي مشورې ورکړي، هم د دغې لویې حقوقي تشې په ډکولو کې عملي ګامونه پورته کړي او هم د هر بل بنسټ او نړیوالې هڅې په هماهنګۍ او تسهیل کې ونډه واخلي.
موږ د افغانستان د هر خبریال او رسنوال ژوند، کار او راتلونکي ته اندېښمن یو او په دې برخه کې به هیڅ راز هلې ځلې ونه سپموو.