د افغانستان لپاره د یو شمېر مهمو رسنیزو کانالونو د بندولو په اړه له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

د مطبوعاتو ازادۍ نړۍوالې ورځې په درشل کې د افغانستان رسنیزې ټولنې ته د اندېښنې وړ او خواشینوونکي خبرونه خپاره شول، چې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان یې جداً اندېښمن کړی دی. د دغو خبرونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو د امریکا غږ راډیو او تلویزیون (VOA) او د ازادې اروپا (ازادۍ راډیو) کانالونه د تړل کېدو تر بریده محدود کړي دي. په دې مهمو نړیوالو کانالونو کې د اشنا رادیوتلویزیون، ډیوه، ازادۍ راډیو مشال او څه نور کانالونه هم شامل دي، چې د افغانستان او تر ډیورندکرښې پورې غاړه ولسونو ته یې خپرونې کولې او میلیونونه اورېدونکي و لیدونکي یې لرل.

 

د دغو رسنیو خپرونې ځکه د افغانستان لپاره مهمې وې، چې په افغانستان کې دننه د خپلواکو او بې‌پرې رسنیو فعالیت بند او د رسنیو او وینا په ازادۍ بندیز لګېدلی او په تبعید کې لاهم داسې افغانې خپلواکې رسنۍ نه‌شته چې د میلیونونو افغانانو لپاره روانو پېښو او هراړخیزو اطلاعاتو ته لاسرسی شونی کړي.

 

تر نن پورې د ګڼو افغان مخاطبانو لپاره یادو رسنیو تر یوه بریده دغه تشه ډکه کړې وه. یادې مجربې رسنۍ له بله پلوه ځکه مهمې وې، چې یو شمېر افغان رسنوال په کې بوخت ول او په رسنیز ډګر کې یې تجربه او علمي پوهه اخیسته، چې د دغو کانالونو له بندیدو سره به وزګار او بې‌برخلیکه شي، چې دا پخپله د افغان رسنیزې کورنۍ لپاره یوه بله غمیزه ده. له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې اړه د خپلې جدي اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د امریکا د متحده ایالاتو پخ حکومت او په دغه هېواد کې د رسنیو اړوند سازمانونو په مسئولینو غږ کوي، چې دغه رسنیز ارزښتونه او د اعتماد وړ بنسټونه ړنګېدو ته پرې‌نه‌ږدي.

 

دا سازمان یوځل بیا ټینګار کوي چې په جلاوطنۍ کې خپلواکې افغان رسنۍ شته او باید ملاتړ یې وشي. موږ ټول پوهېږو چې په افغانستان کې رسنۍ تر جدي فشار لاندې دي او د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونه سخت محدود شوي دي. له همدې امله د خپلواکو او مسلکي جلاوطنه رسنیو فعالیت چې د ژورنالیزم اخلاقي اصولو ته ژمن وي او کولای شي په مؤثره توګه د باوري معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی تضمین کړي، لاهم یوه جدي او بیړنۍ اړتیا ګڼل کېږي. نو ځکه دغه سازمان د خپلواکو، بې‌طرفه او ازادو رسنیو ملاتړ او د هغوی په پیاوړتیا کې همکاري کوي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د رسنیو له ټولو نړیوالو ملاتړکوونکو څخه غواړي چې د هغو رسنیو ملاتړ ته چې د هېواد دننه او بهر افغانانو ته حیاتي معلومات وړاندې، دوام ورکړي. موږ د وینا، فکر او رسنۍ په خپلواکۍ او ملاتړ باور لرو.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان