په کندهار کې د ښځو غږ بندیز په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

په ډېرې خواشینۍ او اندېښنې سره، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د کندهار د حاکمې ادارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د نویو لارښوونو د صادرولو خبر ترلاسه کړی دی.

دا لارښوونې چې په کندهار کې سیمه‌ییزو رسنیو ته په لیکلي بڼه لیږل شوي، د رسنیو پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي او په ځانګړې توګه د ښځو غږ یې په راډیوګانو کې له خپرېدو څخه بیخي منع کړی دی.

په دې لارښوونو کې لاندې موارد شامل دي:
۱- د اجباري لقبونو لګول: رسنۍ اړې شوې دي چې په خپلو راپورونو او پروګرامونو کې د اوسني مشر لپاره «جلالتمآب امیرالمؤمنین، حفظه الله» او د اوسني حاکمیت لپاره «اسلامي امارت» لقب وکاروي.

۲- د ښځو د غږونو پر خپرېدو بشپړ بندیز: د ښځو غږیزو هر ډول پیغام خپرېدل ان په تفریحي پروګرامونو کې په بشپړ ډول منع شوی دی.

دا پریکړې چې په څرګنده د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه نور هم محدودوي، د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د بنسټیزو حقونو څخه کلکه سرغړونه ده. همداراز د رسنیو له خپرونو څخه د ښځو د غږ بشپړ بندیز د ښځو پر وړاندې ښکاره تبعیض او د افغان ټولنې د نیمایي برخې د غږ له منځه وړلو په مانا دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دا کړنې غندي او له نړیوالې ټولنې، بشري حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ له بنسټونو څخه غواړي چې د دې ناانساني او تبعیضي محدودیتونو پر وړاندې غبرګون وښيي.

دغه سازمان همداراز له نړیوالو رسنیزو بنسټونو غواړي چې د افغان خبریالانو او رسنیو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ملاتړ لپاره جدي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د بیان د ازادۍ او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)