د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ته د خبریالانو ملي ورځې مبارکي وايي. دا ورځ د هغو ښځینهوو او نارینهوو د ژمنتیا او استقامت سمبول دی چې د ټولو محدودیتونو او خطرونو سربېره، د معلوماتو د وړاندې کولو خپل سپېځلی ماموریت روان ساتي او هڅه کوي چې خلک حقیقتونو او پوهاوي ته لاسرسی ولري.
له بده مرغه، افغان خبریالان لا هم له جدي ننګونو او ګواښونو سره مخ دي. په هېواد کې د وروستیو تحولاتو په دوام د رسنیو فضا ډېره محدوده شوې او ډېری خبریالان اړ شوي چې له هېواده ووځي یا خپلې دندې پرېږدي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په کور دننه او بهر د خبریالانو زړورتیا او ژمنتیا د لمانځنې ترڅنګ، پر دغو مواردو ټینګار کوي:
۱ د خبریالانو د حقونو ملاتړ:
موږ د بیان ازادۍ ملاتړو نړیوالو بنسټونو او حکومتونو غواړي د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو چې دا مهال له سختو محدودیتو سره مخ دي، ملاتړ وکړي.
۲. اطلاعاتو ته لاسرسی:
اړینه ده چې د بشري حقونو د یوه بنسټیز اصل په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي ازادۍ حق تضمین شي.
۳. امنیت او خوندیتوب:
د خبریالانو د فزیکي او رواني خوندیتوب ډاډمنېدل باید لومړیتوب وي او ټول اړوند بنسټونه مکلف دي چې د رسنیو فعالیتونو لپاره خوندي چاپېریال رامینځته کړي.
۴. د خپلواکو رسنیو ملاتړ:
د خپلواکو افغان رسنیو مالي او معنوي ملاتړ د هغوی د دوامداره فعالیتونو لپاره اړین دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د خبریالانو د حقونو دفاع او هغوی ته د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د خپلو هڅو دوام ته ژمن دی. AJSO د نورو ادارو او بنسټونو په مرسته دغې مهمې موخې ته پر رسېدو لپاره باورمن دی.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان