د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړې توګه افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند پر ضد خپل غږ پورته کوي

 

په پاکستان کې افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کیږي. دا ډول کړنې د هغو خبریالانو پر وړاندې چې له افغانستان څخه یو بل هېواد ته د امن ژوند په تکل کډوال شوي دي، ستر خنډ دی.

سازمان د پاکستان له دولت او اړوند بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادۍ ساتنه وکړي، هغوی ته دې د قانوني اوسېدو امکانات ورکړي او له نړیوالو کنوانسیونونو سره سم دې د کډوالو له ځورونې لاس واخلي. د دا ډول کړنو دوام نه یوازې د خبریالانو، بلکې د ټولو بشري حقونو پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.

همداراز په ایران، هند او ترکیه کې مېشت افغان خبریالان هم له ورته ستونزو کړېږي. دوی په سختو شرایطو کې دي او د دولتي بنسټونو له ناوړه چلند سره مخ دي. دا خبریالان چې د خپل هېواد د کړکیچن وضعیت له امله د ژورنالیستيکي مسوولیتونو د دوام په موخه د پناه غوښتنه کوي، باید د بشر حقونو له نړیوالو اصولو سره سم د امن ژوند شرایط ورته برابر شي.

سازمان له هغو ټولو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي، د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ‌هیله‌من دی چې د افغان خبریالانو لپاره سملاسي او اړین اقدامات وشي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) پر نړیوالې ټولنې هم غږ کوي چې د افغان خبریالانو وضعیت په پراخه کچه د بشري حقونو د نقض یوه ستره نمونه ده او باید د دوی ملاتړ لپاره بېړني او سملاسي اقدامات وشي.

سازمان له ټولو نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو مدافع بنسټونو څخه غوښتنه غواړي چې د افغان خبریالانو پر وړاندې د روانو کړنو په تړاو خپل غږ پورته کړي. سازمان عملاً له خپل توان سره سم د ټولو جریاناتو له څارنې سره هممهال له اړوندو بنسټونو سره د دې بشري ربړې د هوارولو په پار هلې ځلې کوي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان