د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په جلاوطنۍ کې د درېیو تازه دمه افغان رسنیو د فعالیت پېل په هکله مبارکي وایي!

 

سازمان د «پارسا میډیا، لعل میډیا او مېرمن میډیا» په نومونو رسنیو د فعالیتونو پېل په هکله مبارکي وايي او دې رسنیو ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکوي.

د AJSO سازمان مسوول، ښاغلي حامد عبیدي هم د دې رسنیو د فعالیت پېل په مراسمو کې ګډون او ټینګار یې کړی چې کورنۍ رسنۍ له ځپونکي سانسور سره مخامخ دي او د هېواد په تړاو د حقایقو د خپراوي لپاره جلاوطنه رسنۍ باید د بدیل په توګه په پام کې ونیول شي.

 

عبیدي د هرکلي ترڅنګ نویو رسنیو ته د AJSO سازمان د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل: «که د افغانستان په تړاو معلوماتو ته اړتیا لرئ، AJSO کولای شي معلوماتو ته لاسرسی اسانه او تاسو ته په افغانستان کې دننه معتبره سرچینې په اختیار کې درکړي.»

 

‏ AJSO دې رسنیو ته په افغانستان کې د حقایقو او د مطبوعاتو له ازادۍ څخه د دفاع په ماموریت کې د بریالیتوب هیله لري.