سازمان د مهدي انصاري نیول کېدل او د هغه پر ضد د «تبلیغ» لګیدلي تورونه ناقانونه او د بیان ازادۍ خلاف ګڼي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دې باور لري چې د خبریالۍ مسلک د هر هېواد د پرمختګ، سولې او د ولس د حقونو د ساتنې لپاره ارزښتناک او مهم رول لري. د دې ډول اقداماتو، لکه د مهدي انصاري نیول د بیان ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښ دی او همداراز افغان خبریالانو لپاره یوه ټکانورکونکې مسئله ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له ټولو نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بیان ازادۍ له ملاتړو څخه غواړي چې په جدي توګه د مهدي انصاري د ازادۍ لپاره غوښتنه او د هغه د حقونو دفاع وکړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د افغان خبریالانو د حقونو دفاع ته ژمن دی او له ټولو سره یو ځای د بیان ازادۍ، بشري حقونو او د رسنیو خپلواکۍ په برخه کې مبارزه کوي. AJSO باور لري چې د خبریالانو ازاد فعالیت د یوه سولهییز او پرمختللي افغانستان لپاره بنسټیزه اړتیا ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان