پر افغانستان اوسنيو واکمنان پر رسنیو د بندیزونو، سانسور او فشار پر دوام؛

دا ځل د یوه رسمي لیک له لارې د خوست ولایت پر رسنیو د بندیزونو د زیاتولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې په دغه ولایت کې پر رسنیو دې بندیزونه سخت شي

په دې وروستيو کې د خوست امنيه قوماندان د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياسته غوښتي چې پر رسنيو دې خپله څارنه زياته کړي او نوي محدوديتونه دې وضع کړي.

ددغه لیک یوه نسخه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې پکې راغلي: “په خوست کې ځینې راډیوګانې ویناوې او ټولنیزې خپرونې وړاندې کوي، چې نجونې هم ورسره اړیکې نیسي او دې کار اخلاقي فساد ته زمینه برابره کړې ده.”

په لیک کې ټينګار شوی، چې په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست باید پر رسنیو خپل څار زیات کړي.

تر دې وړاندې د کندهار والي ويلي و، چې د انځورونو اخيستل هم منع دي او ولايتي چارواکو ته يې امر کړى چې ډېرى راپورونه په غږيز او ليکلي بڼه چمتو کړي.

په دې وروستيو کې په یاد ولايت کې ډیری خبريالان د مرکې د سرچينې د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان پر رسنیو، خبریالانو او د رسنیو پر فعالانو د نویو بندیزونو د غندلو ترڅنګ؛ له اوسني حاکمیت څخه غواړي څو پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ تر دې زیات محدودیتونه وضع نه کړي او اطلاعاتو ته د لارسي زمینه برابره کړي.

د محدودیتونو لګول؛ ددې ترڅنګ چې ستونزې نه هواروي د افغانستان د اوسنیو واکمنانو لپاره به نوې ننګونې هم رامنځته کړي.

موږ د خبریالانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د حق غوښتنې ټولې مشروع لارې کاروو او د رسنیو تر بشپړې ازادۍ لپاره به د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.

په درنښت

د افغانستان د خبریالانو بنسټ