پر ښځینه رسنوالو د نویو بندیزونو په اړه اندېښنې

ګڼې نوې پېښې ښيي، چې د دوحې تر غونډې روسته د طالبانو په کړنو او چلندونو کې منفي بدلون راغلی دی. د رسنیو د کار په برخه کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته د منسوبو ډلو محدودیتونه او تفتیش زیات شوی او د ګڼو نورو سانسورونو ترڅنګ یې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر حضور، کار، خبرو، پوښښ او کارشرایطو نوي بندیزونه لګولي دي. طالبانو په ځینو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو لپاره مکلفیت وضع کړی، چې یوازې یې باید دوه سترګې ښکاره شي او نورې دې بشپړې په حجاب کې وي.

مبصرین داسې هم وايي، چې ښايي طالبان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار بشپړ بندیز ولګوي.

د دوحې په ناسته کې د طالبانو د شرایطو نه منل کېدل او د دوی له خوا په ناسته کې نه ګډون ښيي، چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په مخالفت کې د مدني بنسټونو، رسنیو او افغان ښځينه خبریالانو په کار محدودیت او فشار زیاتوي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې سره د مخالفت غچ له افغان ښځینه خبریالانو څخه اخیستل یو استبدادي او ظالمانه چلند بولي او له دې امله په کلکه د خپل اعتراض غږ پورته کوي.

سازمان چې په افغانستان کې دننه د رسنیز فعالیت اهمیت درک کوي، په طالبانو غږ کوي، چې له نړیوالې ټولنې څخه د خپلو سیاسي غوښتنو د تر لاسه کولو لپاره د افغان مېرمنو د زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت حقونه یرغمل نه کړي او دا درک کړي، چې ښايي ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه خپل اصول د طالبانو له خوا د دغو حقونو د نقضولو د ګواښ په خاطر بدل نه کړي، بلکې د داسې یرغمل نیولو اصلي قربانیان افغانان په تېره بیا افغان مېرمنې دي.

سازمان په نړیوالو سازمانونو او ټولنو غږ کوي، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره دې په افغانستان کې د ننه د فعالو رسنیو او هلته پر کار بوختو مېرمنو او نجونو تر څنګ ودریږي او اجازه ورنکړي، چې د بیان د ازادۍ او انساني حقونو دغه روستنۍ ډیوې هم مړې شي.

په سازمان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ څانګه به په جدي توګه په دې برخې کې هر راز ممکنه هڅې او اقدامات خپل لومړیتوب و ګڼي او د هېوادمېشتو زړورو او اتلو ښځینه خبریالانو غږ له هرې ممکنه لارې پورته کړي.

 

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان
د ښځینه خبریالانو د ملاتړ څانګه