له افغانستان څخه رارسېدلي خبرونه څرګندوي، چې لاهم د ټولو نړیولو معیارونو پرخلاف د واکمنو له خوا خبریالان نیول کیږي، زندانيکول او ربړول یې روان دي، چې د ځینو یې تر ډېرې مودې روسته هم برخلیک لا څرګند نه دی.
په یوه تازه پېښه کې د «ګردش اطلاعات» خبري آژانس د امتیاز څښتن ښاغلی احمدجواد رسولي او د همدغه آژانس مسئول مدیر ښاغلی عبدالحق حمیدي د ناڅرګنده تورونو پر بنسټ نیول شوي، چې تراوسه یې کورنیو ته برخلیک معلوم نه دی.
داسې نیونې ان پخپله د طالبانو د هغو ژمنو پرخلاف دي، چې واک ته د رسېدا په لومړیو کې یې ویلي وو: له خبریالانو سره به تعامل د جلا حقوقي میکانیزمونو او ځانګړیو کمیسیونونو له لارې ترسره کیږي. خو له دې ژمنې سره سره نه د رسنیو د تخطیو کمیسیون په منځ کې شته او نه هغه قوانین چې له خبریالانو سره دې یې پربنسټ حقوقي چلند د تعریف وړ وي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دغه وضعیت ته په جدي توګه اندېښمن دی، موږ په داسې حال کې چې د دغو دوو خبریالانو نیول غندو او د ژر راخوشې کولو ټینګار یې کوو، په ټولو نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو په بنسټونو غږ کوو، چې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د داسې چارچلند د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي او د حللارې عملي ګامونه دې واخلي.
پخپله افغان خبریالان، رسنۍ او ځانګړي افغان بنسټونه ښايي د یووالي او جدي عملي اقدام په پایله کې له خپلو هممسلکو همکارانو سره د داسې چلند د دوام مخه ونیسي.
نن سبا په افغانستان کې مېشت رسنوال او خبریالان د نړۍ تر هرې بلې سیمې زیات له ګواښ او زیانمنتیاوو سره مخامخ دي، دوی د کار لپاره لازمه خپلواکي، د بیان حق، اقتصادي ملاتړ او خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو امکانات نه لري. سانسور او محدودیتونه ورځ په ورځ پر دوی د کار او مسلکي خبریالي کړۍ راتنګوي، د داسې وضعیت له دوام سره ژر افغانستان د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي له نظره په یوه بشپړه تیاره او توره سیمه بدلېدونکی دی.
سازمان به هڅه وکړي، چې د روستۍ پېښې په شمول د ټولو زنداني، نیول شویو او تر څارلاندې خبریالانو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي او د هغوی حقوقي وضعیت روښانه کړي. دغه هڅه به زموږ د ټولو همکارانو تر ازادۍ روانه وي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان