په خوست کې پر یوې ځايي‌ راډیو د طالب ځواکونو د برید په اړه اعلامیه

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په خوست ولایت کې پر نن ایف اېم راډیو د طالب ځواکونو پر برید ژوره اندېښنه څرګندوي او دا ګام د هر ډول معیارونو او اصولو خلاف کار ګڼي. د رپوټونو له مخې د طالبانو د خوست ځايي‌ پولیس په زور د راډيو ودانۍ ته ننوتي، خبریالان یې ګواښلي او ټیلیفونونه یې هم ترې اخیستې دي.‌ موږ دغه ګام په کلکو ټکو غندو.‌
طالبان وايي، دغه کار یې د حقوقي دعوې پر بنسټ‌ کړی. که چېرې حقوقي مسله هم وي، باید د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له لارې حل شوې وای.‌ په دې اړه د طالبانو د “ښاري محکمې” پرېکړه د رسنیو له ازادۍ ښکاره بل سرغړونه ده.‌
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ کوي‌ چې د رسنیو له سانسور او پر هغوی له بریدونه لاس واخلي.‌ موږ د خپل مسوولیت له مخې هڅه کوو د خپلو خبریالانو ستونزې د نړیوالو تر غوږونو ورسوو.‌

په درنښت

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان