په خوښۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د بي بي سي له خوا د هغو سلو اغېزناکو او الهام بښونکیو مېرمنو په لیست کې دوه تنه افغانانې، چې یوه یې خبریاله ده، هم شاملې دي.
د نړۍ په کچ د سلو پیاوړیو مېرمنو په کتار کې د شمشاد تلویزیون خبریاله اغلې هوسۍ احمدزی او د کډوالو د حقونو فعاله اغلې سمیه توره هم شته، چې څرګندوي د استبداد، جنسیتي تبعیض او له بشري حقونو د سرغړاوي په تپتیاره وخت کې دوو هڅاندو مېرمنو په خپله بېسیاله زړورتیا له افغانستان څخه دغه لیست ته لار موندلې ده.
اغلې سمیه توره، چې په خپله هم کډواله ده، د کډوالو چارو ته د رسېدو په پار له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، ملالې صندوق او نورو خیریه بنسټونو سره په خپله فعاله همکاري دغه لیست کې شامله شوې ده.
اغلې هوسۍ احمدزۍ له ټولو ستونزو، بندیزونو او محدودیتونو سره سره لاهم د افغان مېرمنو د حقونو، نجونو ته د ښوونې- روزنې د حق او په ټولیزه توګه د افغان مېرمنې غږ د پورته کولو په برخه کې فعاله ده او په خورا سختو شرایطو کې یې د افغانستان دننه په یوه مهمه تلویزیوني رسنۍ کې کار ته دوام ورکړی دی.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دغو دواړو افغان مېرمنو ته د دغې بریا مبارکي وايي او ټینګار کوي، چې افغانې مېرمنې په نړیوال کچ د زړورتیا، ژمنتیا او الهام بښنې په برخه کې ځکه ترهرچا مخکې دي، چې په خورا سختو او استثنايي شرایطو کې لاهم ولاړې دي او د استبداد په وړاندې له پښو غورځېدلې نه دي.
موږ د مدني ټولنې او افغان رسنیو لویې کورنۍ ته د دغې بریا په بیا ځلې مبارکۍ ویلو دا هم غبرګوو، چې نړۍ ښايي، افغان مېرمنو ته له یوازې سېمبولیک پام نه ورهاخوا، د هغوی په هراړخیز ملاتړ له افغان مېرمنو او ټول ولس سره د خپلو بشري- مدني حقونو ترلاسه کولو په لار کې ګام په ګام ملګرتیا وکړي.
سازمان به په دې ټول بهیر کې خپلې رغنده هڅې ونه سپموي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان