ټلویزیون د یوې خورا پیاوړې رسنۍ په توګه د ځینو ځانګړنو په لرلو، لویه برخه مخاطبان او په بشري ټولنو کې ارزښمن دریځ لري.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې مناسبت د تلویزیون د نړیوالې ورځې مبارکي ټولو رسنیو او په ځانګړې توګه ټلویزیوني خبریالانو ته وایي! موږ د افغانستان د رسنیو لویې کورنۍ ته د نومبر ۲۱ د تلویزیون د نړیوالې ورځ مبارکي په داسې شېبو کې وایو، چې هڅه و تمه مو په افغانستان کې د رسنیو د ریښتینې ازادۍ ټینګښت او ټولنې ته د حقایقو او معلوماتو په رسولو کې د دوی د جدي او برېښنده ونډې د بیا راژوندي کول دي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان