د طالبانو محکمې په دایکندي کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسوول په یو کال بند محکوم کړی

 

په دایکندي کې د «نسيم» راډيو مدیر مسوول سلطان‌علي جوادي خپلوانو ویلي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو محکمې هغه په يو کال بند محکوم کړى دى.

سرچينې تاييد کړې چې د دايکندي ولايت د طالبانو محکمې دوه ورځې وړاندې دغه حکم صادر کړی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو جوادي «له بهرنیو رسنیو سره په همکارۍ، بغاوت او بهرنیانو ته په جاسوسۍ» تورن کړی دی.

د محکمې قاضي جوادي ته ویلي: «که ما ته په یوه کال بند نه وې محکوم کړی او خوشې کړی مې وای، وژل کېدې.»

د طالبانو استخباراتو د تلې میاشتې په ۱۵مه د نسیم راډیو مدیر مسوول سلطان علي جوادي، خبریالان مجتبی قاسمي او سیف الله رضايي نیولي او بندیان کړي یې دي.

مجتبی او سیف الله دوه اونۍ وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوي، خو جوادي لا هم د دې ډلې په زندان کې دی.

د طالبانو استخباراتو د نسیم راډیو ټول مخابراتي وسایل لکه ټیلفونونه او کمپیوټرونه هم ضبط کړي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم خبریالان د نامعلومو دلایلو له مخې نیولي او بندیان کړي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان خبريالانو مرکز اعلان کړی و چې په کندهار ولايت کې د «تمدن» خصوصي ټلوېزيون سيمه‌ييز خبريال عبدالرحيم محمدي ۹ ورځې وړاندې (دوشنبه، د لیندۍ په ١٣مه) د طالبانو د استخباراتو له خوا په دغه ولايت کې نيول شوى او تر اوسه پورې د دې ډلې په زندان کې دی.