د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ژورنالیزم کې د ولسواکۍ جایزې د ګټلو له امله خپلو همکارانو ته مبارکي وايي

خو شاله یو، چې د افغان رسنیو لپاره په سختو ورځو شپو کې یوې بلې افغان خپلواکې رسنۍ بله نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
د ډیموکراسۍ لپاره ملي موقوفه یا NED د افغانستان د خپلواکو رسنیو په استازولۍ امو تلویزیون ته په ژورنالیزم کې د 2023 کال د ډیموکراسۍ جایزه ورکړه.
د آمو تلویزیون خبریالې نازیه هاشمیار په واشنګټن ډي سي کې د افغان رسنیو په استازولۍ دغه جایزه ترلاسه کړه.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د افغانستان ټولو خپلواکو رسنیو، په تېره بیا د امو تلویزیون همکارانو ته د دغې جایزې مبارکي وايي او هیله لري، چې دغه بریا ټولې افغان خپلواکې رسنۍ وهڅوي، چې په بې پرې او مسلکي توګه د افغانستان پېښې خپرې کړي.
سازمان باور لري، چې په نړۍ کې د افغان خبریالانو فعالیت، هڅې او بریاوې نړیوالو ته ورپه یادولای شي، چې په افغانستان کې د مدني ټولنې او رسنیو پرمختګ څومره د ارزښت، لومړیتوب او پام وړ دي او که ملاتړ یې وشي، لږ ترلږه په تبعید کې به د افغان رسنیو او مدني ټولنې یوه پاموړ برخه فعاله شي. سازمان په دې برخه کې هرپرمختګ څاري او د هرې افغان رسنۍ له بریا و پرمختګ څخه د بهرمېشتو رسنوالو د ټولیز پرمختګ د ځواک په توګه هرکلی کوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان