ناپېژنده کسانو پرون ماسپښین په پاکستان کې تبعید شوی افغان خبریال زړګی حقمل وهلی او په مرګ یې ګواښلی دی.
دا پېښه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې چې له ګڼهګوڼې ډکه سیمه ده او امنیتي تدابیر یې هم لوړ دي، شوې ده.
د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان دا پېښه په سختو ټکو غندي او د پاکستان له امنیتي مسوولانو څخه غواړي چې هلته د تبعید شویو افغان خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي.
سازمان پر هغو هېوادونو چې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ د ملاتړ برخه کې کار کوي، هم غږ کوي چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي، څو د دغه شان پېښو چې له ولسواکۍ او د بیان ازادۍ سره په ټکر کې دي، مخه ونیسي او چا ته اجازه ور نهکړي چې د افغان خبریالانو ژوند وګواښي یا یې په یو او بل نوم وځوروي.
د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي چې له زړګي حقمل سره د شوي چال چلند د عاملانو په موندلو کې مرسته وکړي او دغه اصل په ټوله نړۍ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو مهم اصل وبولي.
په درناوي
د افغانستان خبریالانو د ملاتړ سازمان