د دوو خبریالانو د برخلیک په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

د امو تېلېویزیون د دوو خبریالانو، خلیل بنا او نصرت مهدي، له ناقانونه نیول کېدو نږدې څلور میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه معلومات نشته او دوی لا هم د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د خبریالانو ناقانونه نیول کېدل په کلکه غندي، د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې دغه دوه خبریالان خوشې کړي او د دا ډول خپلسریو نیونو مخه ونیسي.
موږ له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه جدي غوښتنه کوو، چې د ژورنالیستانو ملاتړ وکړي، د ښاغلي خلیل بنا او نصرت مهدي د خوشې کولو لپاره د غږ پورته کولو په برخه کې خپله ونډه ترسره او د دوی د خلاصون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان به د طالبانو له زندانه د خبریالانو د خلاصون لپاره له هېڅراز هڅو ډډه ونه کړي.
تلپاتې دې وي د بیان ازادي!
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان