د هیواد په بیلابیلو برخو کې د خبریالانو د ناقانونه نیونې په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په تیرو څو ورځو کې له کندهار، ننګرهار، غزني، کندوز، پکتیا او کونړ ولایتونو څخه د اتو خبریالانو پر نیولو ژوره اندېښنه څرګندوي.‌

عطاالله عمر او وحیدالرحمن افغانمل په کندهار، فقیر محمد فقیر زوی او جان آغا صالح په ننګرهار، پرویز څرګند په کونړ ، حسیب حساس په کندوز، حبیب الله سراب په پکتیا او سید وحدت ابدالي په غزني ولایتونو کې هغه خبریالان دي چې د طالبانو حکومت د ځايي ‌استخباراتو له خوا نیول شوي دي.‌

موږ په افغانستان کې د طالبانو له سرپرست حکومته په جدي توګه غواړو چې له دلیل پرته د خبریالانو له غیر قانوني نیونې ډډه وکړي او یاد شمیر خبریالان له ځنډ پرته ازاد کړي.‌

موږ د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د ملاتړ او ساتنې له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړو، چې په دې برخه کې جدي او عملي اقدام وکړي او تر دې زیات د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو د ماتولو مخه ونیسي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان ژمن دی چې، د افغانستان دننه او بهر د ټولو فعالو افغان خبریالانو له حقونو څخه د خپلو شته امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې کلکه ساتنه او ملاتړ وکړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان