د افغان کډوالو په وړاندې د  پاکستاني پولیسو د تاوتریخجنو عملیاتو په اړه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو او هلته مېشتو خبریالانو په وړاندې د پاکستاني پولیسو د نیونې د پراخو عملیاتو په اړه کره خبرونو جدي اندېښمن کړی دی.

خبرونه وايي، چې پاکستاني پولیسو په اسلام آباد، پېښور او نورو ښارونو کې د افغانانو په کورونو ورننوځي او د هغوی د هستوګنې اسناد غواړي. خبرونه زیاتوي، چې په دې ترڅ کې ګڼ شمېر افغان کډوال  نیول شوي، بندیان او ربړول شوي دي.

د افغانستان تر سقوط روسته یو شمېر افغانان، چې په هغوی کې خبریالان او مدني فعالان هم شامل دي، د ځانژغورنې لپاره پاکستان ته تللي، چې د حاکمې سیاسي فضا له مخې یې د هستوګنې اسنادو نوي کول د ناممکن تر بریده ستونزمن دي. دغې ستونزې پاکستاني پولیسو ته پلمه په لاس ورکړې، چې افغانان وترهوي، ویې نیسي، له هېڅراز حقوقي – قضايي سند پرته یې کورونو ته ورننوځي، ویې ربړوي او د هر راز اداري اجرااتو پرمهال هم د پيسو غوښتنه ترې کیږي. کره خبرونه وايي، چې یوشمېر کورنۍ د دې لپاره، چې ونه نیول شي، شپې له کورونو وځي او په پارکونو او سرکونو کې په قدم وهلو شپه شوګیر کوي.

د پاکستاني پولیسو دغه تاوتریخجن او بشري ضد اقدامات د کډوالۍ د ټولو نړیوالو تړونونو او هغو میثاقونو پرخلاف دی، چې پاکستان لاسلیک کړي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت څخه په ټینګار غواړي، چې بشري حقوق او نړیوال میثاقونه په پام کې ولري او بشري مسایل سیاسي نه کړي. سازمان د ملګرو ملتونوسازمان، UNHCR، د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو، د خبریالانو له حقونو د دفاع نړیوالو بنسټونو، په پاکستان کې دننه له رسنیزو بنسټونو او پاکستاني مدني – بشري حکمي او حقیقي شخصیتونو څخه جدي غوښتنه کوي، چې د دغو غیر انساني اقداماتو مخه ونیسي. سازمان ژمن دی، چې د خپلو دغو مظلومو هېوادوالو غږ به تر ټولو نړیوالو بنسټونو ورسوي او په دې برخه کې به له هېڅراز هلوځلو څخه لاس وانه خلي.

موږ د بیان پر ازادۍ او پر بشري ارزښتونو باورمنو له ټولو افغان او نړیوالو رسنیو څخه غوښتنه کوو، چې پر نړیوالو سټېژونو د پاکستان مېشتو افغان کډوالو لړزوونکی وضعیت څرګند کړي او د اړونده بنسټونو پام ورته راواړوي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان