
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد تکړه خبریال او د فرهنگي ډگر نه ستړیکېدونکی خدمتگار، محمدالله شېرزي د سرطان ناروغۍ له امله د تل لپاره له دې نړۍ سترگې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
ارواښاد شېرزي د خپل عمر ډېره برخه د افغانستان د رسنیز او ادبي ډگر په بډاینې کې تېره کړه. نوموړي په غږیزو، چاپي او تصویري رسنیو کې د یو مسلکي خبریال په توگه د خلکو غږ پورته کړ او په عین حال کې یې په ادبي برخه کې د لسگونو اثارو په کښلو سره د پښتو ادب لمن رنگینه وساتله.
د ارواښاد شېرزي مړینه نهیوازې د خوست ولایت، بلکې د ټول افغانستان د فرهنگي او رسنیزې ټولنې لپاره یوه لویه او نه جبرانکېدونکې ضایعه ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د هغه مړینه د بیان ازادۍ او ادب د کاروان لپاره یو لوی ټکان بولي. سازمان د نوموړي د مړینې په مناسبت د هغه درنې کورنۍ، د خوست مېشتو فرهنگیانو او د هېواد ټولې رسنیزې کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
خدای دې ارواښاد ته فردوس جنت او پاتې کسانو ته یې جمیل صبر ورپهبرخه کړي.
په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)