د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د خبریال حمید فرهادي له زندان نه د ازادېدو هرکلی کوي. ښاغلی فرهادي د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۳مه د طالبانو له لوري نیول شوی و او له نږدې دوهکلن بند تېرولو وروسته، نن بالاخره ازاد شو. سازمان د ښاغلي فرهادي ازادي، نوموړي او د ټولې رسنیزې ټولنې لپاره مبارکي وايي.
امسو یو وار بیا پر طالبانو او د د دغې ډلې پر اړوندو بنسټونو غږ کوي چې په هېواد کې ټول پاتې بندي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پرته له کوم قید او شرط له زندانونو ازاد کړي او له هغوی سره ناوړه چلن ودروي.
د افکارو او بیان ازادي د خلکو بشري حق دی. د کاري هڅو او مسلکي فعالیتونو له امله د خبریالانو نیول، توقیفول او پر هغوی فشار راوړل د هېواد له قوانینو او نړۍوالو نورمونو سره څرگند ټکر دی.
امسو په هر ډول شرایطو کې د ازادو رسنیو، د بیان د ازادۍ او د افغان خبریالانو د کاري خوندیتوب ملاتړ ته ژمن دی او له بهرنیو او کورنیو بنسټونو څخه غواړي چې په داسې حساس وخت کې د افغان خبریالانو لازم ملاتړ وکړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) باور لري چې د عادلانه، باخبره او ازادې ټولنې لپاره د قلم او غږ ډیوه نهشي مړه کېدای.
د ازادې او مسؤلې رسنیزې ټولنې په هیله!
په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)