د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په کندهار ولایت کې د «تحسین القران، څانگې او «زما زېور» په نوم د درېیو سیمه‌ییزو راډیوگانو د فعالیت بندښت د بیان د ازادۍ او د هېواد د رسنیو پر وړاندې یو بل ننگوونکی او د افسوس وړ گام بولي. .

‏طالبانو په تېرو پنځو ورځو کې څلور راډیوگانې تړلي دي. تر مخکې د «بامیان راډیو» تړل شوې ده

‏دا رسنۍ د جوازونو د نه‌لرلو په پلمه تړل شوي دي؛ خو سازمان ته باوري سرچینو ویلي چې د دې رسنیو د جوازونو د تمدید او کارونو پړاوونه په کابل کې د طالبانو له لوري ځنډول شوي او پر وخت نه‌دي اجرا شوي. له همدې امله د اداري ځنډ په مکرر پلمو سره د رسنیو د غږ چوپول، په هېڅ ډول منطقي او عادلانه توجیه نه‌لري.

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) له اوسني حاکمیت نه جدي غوښتنه کوي چې ژرترژره یادو درېیو واړو راډیوگانو ته د بیافعالیت اجازه ورکړي او د جواز د نه‌لرلو په پلمه دې د رسنیو پر وړاندې روان ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

‏د افغانستان په اوسني سخت اقتصادي وضعیت کې د رسنیو تړل نه‌یوازې دا چې خلک له معلوماتو بې‌برخې کوي، بلکې گڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له بې‌روزگارۍ سره مخامخ کوي. له بده مرغه په کور دننه د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ پرځای د هغوی جدي ځپل دوام لري.

‏خپلواکې رسنۍ د ټولنې سترگې او غوږونه دي. امسو له ټولو رسنیزو بنسټونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړکوونکو غواړي چې د افغانستان رسنیزې فضا او د افغان خبریالانو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

‏د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)