د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په پاکستان کې د دوو افغان خبریالانو، ښاغلي عبدالاحد ځیرک او یوې بلې همکارې د خوشې کېدو خبر ترلاسه کړی او د هغوی د ازادۍ هرکلی کوي. یاد خبریالان تر شاوخوا دوه اوونۍ بند تېرولو وروسته بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
سازمان د امنیتي ملحوظاتو او د خبریالې د خوندیتوب په موخه، د خوشې شوې ښځینه خبریالې د هوئت له څرګندولو ډډه کوي.
سره له دې چې د دې دوو خبریالانو خوشې کېدل یو مثبت گام دی، خو زموږ موندنې ښيي چې لا هم یوه بله افغانه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره یوځای له تېرو دوو اوونیو راهیسې په بند کې ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان دغه وضعیت د بیان د ازادۍ او بشري حقونو پر وړاندې یو جدي ننگونه بولي له پاکستاني چارواکو غواړي چې پاتې بندي خبریاله او د هغې د کورنۍ غړي په بېړني ډول او بې له کوم قید او شرطه خوشې کړي.
خبریالان باید د خپل مسلکي فعالیت او یا هم د کډوالۍ د ستونزو له امله له رواني او فزیکي فشار سره مخامخ نهشي. افغان خبریالان په خپل هېواد کې د مسلکي خوندیتوب د نشتوالي او پر بیان د ازادۍ د محدودیتونو له امله اړ شوي چې پاکستان ته هجرت وکړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان پر نړۍوالو رسنیزو بنسټونو، د بخښنې نړۍوال سازمان او ملگرو ملتونو غږ کوي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او حقوقي ملاتړ لپاره پر دغه هېواد فشار راوړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) ژمن دی چې د ټولو افغان خبریالانو له حقونو دفاع وکړي او په دې برخه کې به خپلو هلو-ځلو ته دوام ورکړي.
په درنښت،
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)