د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) په ژورې اندېښنې سره د طلوعنیوز خبري شبکې د عکاس، عبدالوارث ستانکزي نیولکېدل غندي.
د هغو معلوماتو لهمخې چې نوموړي سازمان ته رسېدلي، ښاغلی ستانکزی نن د اسلاماباد په «بي–۱۷» ښارګوټي کې د پاکستان ځواکونو لهخوا نیول شوی دی. د دغې اعلامیې تر خپرېدو پورې د هغه د نیولو رسمي لامل پاکستاني چارواکو له لوري نه دی روښانه شوی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې دمخه هم په پاکستان کې د افغان خبریالانو او پناهغوښتونکو د نیولو ګڼ راپورونه خپاره شوي چې په دغه هېواد کې د افغان خبریالانو د امنیتي، حقوقي او مسلکي خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د خبریالانو خپلسري نیول د بیان ازادۍ، بشري حقونو د اصولو او د رسنیو په اړه د پاکستان د نړۍوالو ژمنو ښکاره سرغړونه بولي او د پاکستان له حکومت نه غواړي:
•د عبدالوارث ستانکزي د نیول کېدو د وضعیت، خوندیتوب د ځای او د نیولو د لامل په اړه وضاحت ورکړي؛
•هغه ته د وکیل د لاسرسي او له خپلې کورنۍ سره د اړیکې ټینګښت زمینه برابره کړي؛
•هیلهمن یو چې پاکستاني امنیتي چارواکي نوموړی له کوم شرط او ځنډ پرته خوشې کړي او د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو خپلسري نیونې پای ته ورسوي.
یاد سازمان همداراز د بیان ازادۍ نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او ډیپلوماتیکو استازولیو غواړي چې دا موضوع په جدي ډول وڅاري او په پاکستان کې د افغان خبریالانو د امنیت او حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان یو وار بیا د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د دفاع پر خپلې ژمنې ټینګار کوي او دا پېښه به له نږدې څاري.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)