پاکستان کې د افغان خبریالانو ناوړه وضعیت

د افغانستان رسنیو ملاتړ ملاتړ سازمان (AMSO) په ډېرې اندېښنې او خواشینۍ سره پاکستان کې د افغان خبریالانو ناوړه وضعیت څاري. په دغه هېواد کې افغان خبریالان له خپل‌سري نیونو، ګواښونو، جبري ایستلو او د اساسي خدمتونو نه‌شتوالي سره مخامخ دي او د هغوی پر وړاندې د کوربه هېواد پالیسي ورځ تر بلې سختېږي.

همدا نن پاکستاني پولیسو د اسلام په بي-۱۷ ښارګوټي کې د هامون خاموش په نوم یو افغان خبریال نیولی او له خپلې کورنۍ سره یې یو ځای د کډوالو پنډغالي ته لېږدولی دی. هغه افغانستان ته له جبري ډیپورټ سره مخ دی. پاکستاني پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۶ افغان خبریالان نیولي او افغانستان ته یې ډيپورټ کړي دي.

افغان خبریالان د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو اوس په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې حیات او انساني کرامت یې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ویزو تمدید بهیر درېدلی او ډېری خبریالان په یوه ناڅرګند وضعیت کې ایسار دي. له افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو چلند له انساني کرامت نه لرې دی او دا د بشر حقونو یوه ښکاره جدي سرغړونه ده.

امسو د عدالت غوښتنې بهیر پر دوام یو وار بیا، نړۍوالو ادارو له‌خوا په پاکستان کې د افغان خبریالانو سملاسي خوندیتوب او د هغوی د خپل‌سري نیولو یا ایستلو د مخنیوي غوښتنه کوي. همداراز، سازمان غواړي چې خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د بیامېشتېدنې بهیر چټک او اسانه شي.

موږ له ملګرو ملتونو، د کډوالو لپاره د دغه سازمان عالي کمېشنري (UNHCR)، اروپایي ټولنې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) او نورو نړۍوالو او بشري حقونو بنسټونو هم غواړو چې د افغان خبریالانو غږ و اوسي او له هغوی سره د روانو ناانساني شرایطو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.

په پای کې له ټولو بشرپاله سازمانونو نه غوښتنه کېږي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د جبري ډيپورټ د مخنیوي له کمپاین سره یو ځای شي.

‏#NoToDeportationOfJournalistsFromPakistanAndIran
#AccelerateTheTransferOfJournalistsToSafeCountries
#BeingAJournalistIsNotACrime