اعلامیه! د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ډېرې اندېښنه سره اعلان کوي ​​چې طالبانو د افغان خبري اژانس له خبریال ښاغلي مهدي انصاري نه جبري اعتراف اخیستی او بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی دی

 

د معتبرو راپورونو پر بنسټ، په زندان کې د یاد خبریال فزیکي او رواني حالت ناسم بلل شوی دی. مهدي ته نږدې سرچینو منلې چې طالبانو پر هغه فشار راوړی او ویډیويي اعتراف ته اړ کړی دی.

همداراز، هغه د افغانستان جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور تر پوښتنو لاندې نیول شوی دی. ښاغلی انصاري د تېرکال د تلې پر ۱۴مه د کابل د دشت‌برچي په پُل‌خشک سیمه کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له‌خوا ونیول شو او بیا پر یونیم کال بند محکوم شو.

د راپورونو له‌مخې، دا مهال ۱۰ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي. د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان، د طالبانو دغه اقدام د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د اصل ښکاره نقض ګڼي او د ښاغلي مهدي انصاري او نورو بندي خبریالانو او د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

موږ د بشري حقونو له ملاتړکوونکو بنسټونو، نړۍوالو سازمانونو او د رسنيو ازادۍ د ملاتړ ادارو نه غواړو چې په افغانستان کې د خبریالانو د خپل‌سري نیونو، فشارونو او جبري اعترافونو د پای ته رسونې لپاره سملاسي او جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)