د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په ژورې اندېښنې سره د طالبانو لهخوا په ګڼو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدل او محدودېدل غندي. دغه اقدام چې د طالبانو د مشر په امر عملي شوی، نه یوازې د میلیونونو وګړو د ازادو معلوماتو او حیاتي خدمتونو لاسرسی ګډوډوي، بلکې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
نن انټرنېټ د بشري بنسټیزو حقونو له جملې او د زدهکړو، خبرتیا، حقغوښتنې او ټولنیزو اړیکو یوه مهم وسیله ده. د بېځایه پلمو په نوم د هغې پرې کول، پراخ سانسور او د خلکو او رسنیو د غږ چوپول دي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له مدافع بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د انټرنېټ د محدودیتونو او د ازادو معلوماتو پر بهیر د زیاتېدونکو خنډونو په وړاندې جدي غبرګون وښيي او طالبان دې اړ کړي چې په ټولو ولایتونو کې انټرنېټي خدمتونه بېرته پرانیزي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO)