د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان د خپلو حضوري روزنیزو پروګرامونو دویم پړاو د ۲۰ ښځینه افغان خبریالانو او د بشري حقونو مدافعانو لپاره ترسره کړ.

 

په دې ورکشاپونو کې ګډونوالو د رهبرۍ او عدالت غوښتنې پر موضوعاتو تمرکز وکړ او نوې مهارتونه یې ترلاسه کړل، څو وکولای شي د سختو شرایطو پر مهال هم د ښځو د حقونو او د رسنیو د آزادۍ د پياوړتیا لپاره کار وکړي.

یوې ګډونوالې داسې وايي: «په AMSO کې رهبر کېدل زما لپاره یوازې یو لقب نه دی، بلکې دا د حقیقت تر څنګ درېدل، د بیان د ازادۍ دفاع او خپلو خلکو ته د خدمت ژمنتیا ده. زه باور لرم چې رهبري د یوه نوي سفر پیل دی – داسې سفر چې له مسوولیت، هڅو او هیلو ډک دی. د وطن په مینه ډک زړه او عدالت ته وقف شوي قلم سره غواړم د چوپ کړل شویو خلکو غږ واوسم او د روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړم.»

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان د دې پروګرام په پلي کېدو سره یو ځل بیا خپله ژمنه څرګندوي چې د افغان ښځو د پياوړتیا لپاره کار کوي او تل هڅه کوي تر څو د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو ترڅنګ د بیان ازادۍ د دفاع په لاره کې مبارزه وکړي.