د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ژورې اندېښنه سره په کندوز ولایت کې د طالبانو لهخوا په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو لیګېدلی وروستی بندیز غندي.
د طالبانو ولایت مقام ته د دغې ډلې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر د لېږل شوي مکتوب پر بنسټ چې یوه نسخه یې سازمان ته رارسېدلې ده، په یاد ولایت کې رسنۍ د انسانانو او حیواناتو د انځورونو له خپرېدو څخه منع کوي.
کندوز اوس ۱۴م ولایت دی چې له داسې محدودیت سره مخ دی؛ یو داسې اقدام چې په څرګنده توګه د بیان ازادي، د رسنیو ازادي او د خلکو د تصویري او واقعي معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حق څخه سرغړونه کوي.
په داسې حال کې چې رسنۍ د ټولنې د ټولنیزو، کلتوري او انساني واقعیتونو په انعکاس کې مهم رول لوبوي، خو دا ډول محدودیتونه نه یوازې د رسنیو خپلواکي زیانمنوي، بلکې خبریالان او د محتوا تولیدونکي هم له ډېرو سختو شرایطو سره مخ کوي.
سازمان دا اقدام د رسنیو د ازادۍ او معلوماتو ته د ازاد لاسرسي د نړیوالو اصولو خلاف ګڼي؛ د بیان د ازادۍ ملاتړکوونکو نړیوالو ادارو څخه غواړي چې پر اوسنيو واکمنانو د دا ډول بندیزونو له امله فشار راوړي.
سازمان په ټول هېواد کې د دغه ډول محدودیتونو دسملاسي لرې کېدو غوښتنه کوي. د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په کندوز او نورو ولایتونو کې د زړورو خبریالانو او سیمهییزو رسنیو تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي چې د دوی غږ نړۍ ته ورسوي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)