اعلامیه

له کابل څخه رپوټونه وايي چې طالبانو د «ارزو» شخصي ټلوېزیون دفتر ته ورغلي او د دې رسنۍ خپرونې یې تړلي دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د دې پېښې په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او دا ګام د بیان پر ازادۍ ښکاره برید او د هېواد د رسنیو خاموشه کول ګڼي.

طالبانو په ټولو ولایتونو کې داسې کمېسیونونه جوړ کړي چې نه یوازې د رسنیو خپرونې څاري، بلکې د ورځنیو نشراتو په مهال‌وېش کې هم لاس‌وهنه کوي. دا کړنې د رسنیو خپلواکي په جدي توګه له منځه وړي او سازمان یې په کلکه غندي.

سازمان یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې د رسنیو پر وړاندې خپل هر ډول فشارونه او بندیزونه سملاسي پای ته ورسوي او پرېږدي چې خبریالان او رسنۍ په ازاد ډول کار وکړي.

همداراز د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې او د رسنیو او خبریالانو ملاتړکوونکو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د بیان ازادۍ ساتلو لپاره د طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او پر دوی فشار راوړي څو د افغان رسنیو او خبریالانو پر مخ هر ډول محدودیتونه پای ته ورسېږي

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)