پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو په دوام اعلامیه

 

۸صبح ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د پکتیا لپاره د طالبانو والي په دولتي ادارو کې د انځور اخیستل منع کړي دي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان، د دغه اقدام په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او پر حاکمې ډلې غږ کوي چې له خپلې دغې پرېکړې دې په شا شي. د انځور اخیستل او د معلوماتو راټولول د ازاد او مسلکي ژورنالیزم یوه مهمه برخه ده چې د خلکو د معلوماتو حق تضمینوي او د دولتي ادارو د شفافیت ښودنې لپاره مهمه مسئله بلل کېږي.

 

د طالبانو له خوا دغه محدودیتونه نه یوازې د رسنیو فعالیتونه اغېزمنوي، بلکې د خلکو د معلوماتو لاسرسی هم له جدي خنډونو سره مخ کوي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالې ټولنې او د بیان ازاد حقونو د ساتنې بنسټونو څخه غوښتنه غواړي چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي. د بیان ازادي د هر ټولنې بنسټیز حق دی او په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او د ازادږ رسنیو فعالیتونه باید تضمین شي.

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)