د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلامیه

 

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ژورې اندېښنې سره د اوسنیو حاکمانو هغه اقدام غندي چې په میدان وردګ او تخار ولایتونو کې یې د رسنیو لخوا پر تصویر او ویډیو اخیستلو بندیز لګولی. دا اقدام د بیان له آزادۍ ښکاره سرغړونه او معلوماتو ته د لاسرسي محدودول دي، چې بنسټیز انساني حقونه دي چې له وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې رسنیزو ادارو ته په شفاهي ډول ویل شوي هم دي.

 

خبریالان او رسنۍ د دولتونو او خلکو ترمنځ د اړیکو پل په توګه، په عامه پوهاوي او شفافیت کې مهم رول لري. د دې ډول محدودیتونو وضع کول نه یوازې د خبریالانو پر مسلکي کار منفي اغېز کوي، بلکې له ټولنې او وګړو د حقایقو د پټولو لامل ګرځي. اوسني حاکمان په افغانستان کې باید پوه شي چې د خبریالانو لپاره د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول او د رسنیزو فعالیتونو محدودول، یوازې د اعتماد بحران زیاتوي او حاکمان به لا زیات منزوي کړي.

 

موږ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له سازمانونو او د خبریالانو د ملاتړ له ادارو غوښتنه کوو چې د افغانستان د خبریالانو ملاتړ په جدي توګه وکړي او د دې ډول محدودیتونو پر وړاندې د ډیپلوماسۍ او نړیوالو فشارونو له لارې غبرګون وښيي. خبریالان باید د ځپونکو سیاستونو هدف ونه ګرځي او باید له امنیتي ګواښونو او سختو محدودیتونو پرته د اطلاع رسونې کار په ازادۍ ترسره کړي.

 

په درناوي،
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان