د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ سازمان د هېواد د دوو خبريالانو، محمد عارف هجران او احمد کامران د نیونې او محاکمې په تړاو چې د اوسنيو حاکمانو له خوا په ۱۰ کاله بند محکوم شوي دي، ژور اندېښمن دی.
دا دوه خبريالان د چنګاښ پر ٢٦مه د کابل په «خېرخانه» سیمه کې ونیول شول او سملاسي د طالبانو په پوځي محکمه کې محاکمه شول.
د راپورونو پر بنسټ، ښاغلی هجران او همکار یې لومړی د عاشورا مراسمو د راپور جوړونې او انځورو اخيستلو او ورپسې د کابل او ګاونډیو ولایتونو د ټولنیز- امنیتي وضعیت په تړاو د راپور جورونې په تور په اږدمهالي بند محکوم شوي دي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د دې «ناعادلانه» حکم د غندنې تر څنګ ټینګار کوي چې د خبريالانو او رسنيو ازادي یو بشري حق او د ولسواکي اصلي رُکن دی. سازمان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې پر طالبانو فشار راولي څو محمد عارف هجران او احمد کامران د دغې ډلې له بنده ازاد شي.
دا مهال په افغانستان کې د بیان ازادي له جدي ننګونې سره مخ ده او د اوسنیو حاکمانو دا ډول کړنې یوازې د خبریالانو او رسنیو فعالانو لپاره د محدودیتونو، وېرې او ناامنۍ فضا ته لار برابروي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان یو ځل بیا په هېواد کې د ټولو خبریالانو پر ملاتړ او د هغوی له حقونو څخه د دفاع ټینګار کوي.
په ډېر درناوي، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان