اعلامیه

 

په ډېرې خواشینۍ سره د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اعلان کوي چې اوسنیو حاکمانو د کورنیو رسنیو پر ژوندیو سیاسي خپرونو د بندیز نوې پرېکړه کړې ده.

همداراز طالبانو د خپلې خوښې شنونکي رسنیو ته معرفي کړي چې په تحلیلي او سیاسي خپرونو کې حاضر شي. سازمان د طالبانو دا کړنه یو بل سانسور ګڼي ځکه چې دا په افغانستان کې د رسنیو او د بیان پر ازادۍ یو بل جدي بندیز دی.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغه نوي بندیز په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او له ټولو هغو بنسټونو چې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو ملاتړ کوي، غواړي څو د طالبانو د دې ځپونکو پرېکړو پر وړاندې کلک او قاطع دریځ غوره کړي.

سازمان ټینګار کوي چې اړینه ده څو نړیواله ټولنه او اړوند بنسټونه د دې ځپونکي کړنې پر وړاندې بې ځوابه پاتې نه شي او په افغانستان کې د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ د ملاتړ لپاره اغېزمنې چارې ترسره کړي.

 

په ډېر درناوي؛
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان