پر رسنیو او ښځو د وروستیو محدودیتونو په تړاو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه

په افغانستان کې که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې په پرلپسې توګه د بیان، رسنیو او انساني ازادیو محدودیتونه او بندیزونه راډېرېدل، خو په تېرو څو ورځو کې په دې اړه د هیلو وروستي څرکونه هم له منځه لاړل.

تېرې څو ورځې دوه نویو پېښو د افغانستان خلک په تېره بیا مېرمنې خواشینې او حیرانې کړې.

۱ـ د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون نافذېدل

۲- د ښځو د تحصیل په اړه د لوړو زدکړو د سرپرست څرګندونې

د استبدادي تحکم په دواړو مواردو کې د رسنیو او رسنیز فعالیت په خپلواکي مرګوني ګوزارونه شوي دي.

د امربالمعروف په نامه قانون دیارلسمه ماده په رسنیو کې د ښځینه‌وو بشپړ بندیز اعلانوي: «دښځې ټول بدل ستر، د ښځې مخ پټول ضروري دی او په تېره بیا درېیم بند چې وايي: « د ښځو غږ (سندرې، نعتونه او قرائت په مجمع کې په زوره ویل) عورت دی.»

په دې توګه د ښځې د حضور او ان غږ شتوالی هم ممنوع دی. دا حکم په ځينو افغانستان‌مېشتو رسنیو کې د کم‌شمېره ښځینه خبریالانو حضور هم پای ته رسوي.

همداراز د هغو بهرمېشتو رسنیو اورېدل او لیدل هم ممنوع کوي، چې ښځې یا ان ژوندي موجودات په کې ښکاري.

د یاد قانون په اوولسمه ماده کې راغلي:

«محتسب مسئولیت لري، د مطبوعاتو او اطلاعاتو مسئولین د مطالبو د خپرولو په وخت کې د لاندې معروفاتو په رعایتولو مکلف کړي:

۱ـ د داسې مطالبو خپرول چې له شریعت او مذهب څخه مخالف نه وي.

۲- د داسې مطالبو خپرول چې د مسلمان تحقیر او سپکاوی پکې نه وي.

۳- د داسې مطالبو خپرول چې د ذي‌روح (ساه لرونکي) انځورونه پکې نه‌وي.»

د یاد، په اصطلاح قانون، دغه ماده په حقیقت کې د رسنیز کار په تابوت روستی مېخ ټک‌وهي. د دې مادې دوه لومړي بندونه ډېر ابهام لري او د مذهبي مفتشینو ( محتسبانو) لاس یې په تفسیر کې بشپړ ازاد دی. هیڅوک نه پوهیږي، چې د واکمنې ډلې تعبیر او تفسیر له « شریعت او مذهب څخه مخالف» ځنې څه دی؟

تجربو ښوولې ده، هرهغه څه چې د طالب واکمنۍ نه خوښیږي تر دې حکم لاندې راتللای او د بیان و اظهارولو مخه یې نیول کېدلای شي. همدا راز د دویم بند له مخې هره نیوکه او انتقاد چې په طالبانو وشي، د «مسلمان تحقیر و سپکاوی» ګڼل کیږي.
په درېیم بند کې د ټولو تصویري رسنیو د بشپړ بندیدو حکم شوی دی، ځکه تلویزیون او انترنیتي جالپاڼې خو له ذی‌روح یا ساه لرونکیو انځورونو پرته بې‌مانا دي. په دې توګه نو کټ‌مټ د

۱۳۷۰ لسیزې په شان یوازې شریعت غږ راډیو او طالباني اخبارونه د خپرېدو حق لري او له دې پرته هرهغه څه چې شته د «ذی‌روح او ساه لرونکي انځورونو» تر حکم لاندې راځي، چې بند دي.

په یوه بل مورد کې د واکمنې ډلې د لوړو زدکړو سرپرست ملا ندامحمد ندیم ویلي، چې د ښځو تعلیم ممنوع او په دې اړه پوښتنه کول هم منع دي. دا د بیان د ازادۍ او د رسنیو د کار په اړه د واکمنو د سیاست څرنګوالی ښيي، چې تر دې روسته د هغو مسایلو په اړه څوک پوښتنه هم کړلای نه‌شي، چې د واکمنو نه خوښیږي.

د بشریت د معاصر تاریخ په حافظه کې داسې بل استبداد موندلای نه شو، چې د «پوښتلو» حق دې هم له خلکو سلب کړي.

افغانستان په شدت سره له نړۍ څخه منزوي کیږي او له دې اړخه په یوه بله شمالي کوریا بدلیږي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په داسې حال کې چې، د خپلو رسنوالو همکارانو د ژوند او فعالیت په اړه جدي اندېښنه لري، د بیان د ازادۍ او رسنیو د خپلواکۍ په وړاندې دغه تور او ګواښمن محدودیتونه په کلکه غندي.

موږ به د هرراز تبعیضي، استبدادي او د بشري حقونو د ارونو پرخلاف اقدامات له خپلو افغان او نړیوالو تخصصي بنسټونو سره تر بحث لاندې راولو او په دې اړه به جدي کار کوو، چې څرنګه د داسې محدودیتونو مخه نیولای شو او یا هم له ځایناسو امکاناتو څخه ګټنه کړلای شو، چې زموږ خلک له خپل یوه بنسټي حق ( اطلاعاتو ته د لاسرسي) څخه بېبرخې نه شي.

په پای کې د نړیوالو بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ په سازمانونو غږ کوو، چې په افغانستان کې د دغو ظالمانه محدودیتونو په وړاندې خپل غږ او د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.