له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټه د حقوقي مرستو او رهبرۍ په برخو کې د افغان خبریالانو د مسلکي ظرفیت د لوړونې په موخه، په حضوري او انلاین ډول روزنیز پروګرامونه جوړوي.
د دې پروګرامونو د نوم لیکنې پای ته رسېدو ته یوازې پنځه ورځې پاتې دي او تاسو کولای شئ د لاندې لینک له لارې غوښتنه واستوئ. د دې پروګرامونو ظرفیت یوازې ۱۰۰ کسان دي.
دا درې میاشتني پروګرامونه به له جولای څخه د سپټمبر تر پایه دوام وکړي او په پای کې به ګډون کوونکو ته سندونه ورکړل شي.