په اړه

 

د بیان ازادي د افغانستان لپاره؛ لومړنۍ سېمپوزم

برلین، د سپتمبر 29، 2023

« د بیان ازادي د افغانستان لپاره » سېمپوزیم د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان له خوا د نړیوالو سازمانونو، خبریالانو او د ملي او نړیوالو رسنیو د فعالانو په ګډون جوړیږي.
په دغه سېمپوزیم کې چې د خبریالانو د حقونو، د بیان د ازادۍ د دفاع د نړیوالو او ملي بنسټونو او د ژورنالیزم د متخصصینو او پوهانو په ګډون جوړیږي، په هیواد کې دننه او بهر د خبریالانو پر وړاندې شته ننګونې، تر دغو سرلیکونو لاندې څېړل کیږي:
• په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت، اوسنۍ ننګونې
• د 2021 کال تر سقوط روسته د رسنیو سکتور په اړه یو لنډ مستند فلم
• د افغانستان د رسنیو وضعیت؛ د عکسونو نندارتون
• جلاوطنه خبریالان؛ فرصتونه او ننګونې
او
• په جلاوطنۍ کې د افغان ژورنالستانو لخوا د افغانستان اړوند خبرونو د پوښښ لپاره د یوه خبري آژانس جوړولو د لاروچارو پلټنه.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د بیان ازادۍ ارزښتونو ته ژمن دی او د افغان خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د بنسټیزو حل لارو موندلو په موخه کار کوي.