له کابل څخه تازه رپوټونه وايي چې طالبان د تمدن شخصي ټلوېزیون دفتر ته ورغلي او غواړي د دغې رسنۍ خپرونې وتړي.
که څه هم په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې؛ خو له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې اړه خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کوي او دا د افغانستان پر رسنیو د واکمنو یو بل ګزار ګڼي.
طالبان په ټولو ولایتونو کې داسې کمیسیونونه لري چې ان د رسنیو د ورځینو نشراتو پر مهال وېش هم څارنه کوي. دا هر څه د رسنیو پر ازادۍ ښکاره تېری دی. موږ یې په کلکه غندو.
موږ د له طالبانو غواړو چې پر رسنیو هر ډول فشار بند کړي او په یوه او بله پلمه دې پر رسنیو کړۍ نه تنګوي. له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان له نړیوالو هم غوښتنه کوي چې طالبان پرې نه ږدي چې پر افغان رسنیو فشارونه راوړي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان