په افغانستان کې د خبریالانو د ناقانونه نیول کېدو په هکله له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه!

 

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون سیمه‌ییز خبریال ندامحمد نوري په پروان ولایت کې نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

د دا ډول ناقانونه او نااصوله نیولو د غندنې ترڅنګ، موږ له اوسنیو حاکمانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او یاد درې او همداراز ټول بندي خبریالان له ځنډ او شرط پرته ازاد کړي.

سازمان، د بشري حقونو له ټولو ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې خپل غږ پورته کړي او د ټولو بندي خبریالانو د ازادۍ لپاره ګام واخلي.

له بده مرغه د هېواد خبریالان او د رسنیو فعالان د نړۍ د نورو سیمو په پرتله له جدي ګواښونو او زیانونو سره مخ دي؛ دوی خپلواکي، د بیان حق، اقتصادي ملاتړ او د خلکو د اطلاع رسونې امکان نه لري.

سانسور او محدودیتونه دوی او ټول مسلکي خبریالان ورځ تربلې ځوروي او که دا وضعیت دوام ولري، افغانستان به د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي په برخه کې د نړۍ پر یوه تیاره سیمه بدل شي.

سازمان به هڅه وکړي چې د ټولو بندي، نیول شویو او تر څارل لاندې خبریالانو د ملاتړ غږ راپورته او د هغوی حقوقي وضعیت وڅاري او روښانه کړي. دا هڅې به د خپلو ټولو همکارانو تر ازادۍ پورې دوام ولري.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان