په افغانستان کې د دوو نادولتي ټلویزیونونو د بندېدو په اړه له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان اندېښنه:

 

طالبانو د دوو نادولتي (بریا او نور) راډیو ټلویزیونونو خپرونې بندې کړې دي.

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په دې اړه ځکه اندېښمن دی، چې هره ورځ د بیان او رسنیو د ازادۍ پر حق بندیزونه او محدودیتونه زیاتیږي او د یوې بشپړې تیارې او مستبدې فضا حاکمیت لاپسې پراخیږي.

که څه هم دغه دواړه تنظیمي رسنۍ وې، خو د سازمان له نظره د نړۍوالو بشري حقونو پر بنسټ د هرچا لپاره د بیان د ازادۍ حق له قوانینو سره سم خوندي دی، چې ښايي د افغانستان خلک هم ورڅخه برخمن وي.

اصلي ستونزه دا ده، چې په دې اړه وار له مخه ټاکلي قوانین نه شته.

واکمنه ډله په یوې بشپړې حقوقي او قانوني تشه کې د رسنیو د تړلو او د خبریالانو د نیولو پرېکړه کوي.

هېواد له قوانینو او ټولنیزو قراردادونو پرته د یوې ایډیولوژیکې ډلې د سلیقوي چلند تر فرمانونو لاندې په سینه پرېوتی او د رسنیو فعالیت ورځ تربلې د بشپړې چوپتیا برید ته ورنږدې کیږي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان پر دغه اصولي دريځ ټینګار کوي، چې باید په افغانستان کې د ټاکلیو ملي او صنفي قوانینو پربنسټ د رسنیو له حقوقي چارو سره بشپړ ځانګړی او تخصصي چلند وشي.

باید رسنیز قوانین، کمیسیونونه، صنفي جوړښتونه او ځانګړي محاکم فعال وي، چې د رسنیو په اړه پرېکړې وکولی شي.

د بیان او رسنیو د ازادۍ له نظره په افغانستان کې روان حالت د نړۍ له هېڅ هېواد سره د پرتلې وړ نه دی.

افغان خبریالانو او په تبعید کې فعالو رسنیو ته بویه هغه تشه چې د داسې ناقانون چلند له امله په هېواد کې ورځ تربلې زیاتیږي، د بهر مېشتو افغان ټولنو له خوا ډکه شي.

که په افغانستان کې رسنۍ تړل کیږي او رسنوال چوپتیا ته اړ کیږي، ښايي په تبعید کې فعالې رسنۍ یې ځای ونیسي او د افغانستان د خلکو غږ پورته کړي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان به په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې لا پسې پیاوړې کړي.