د غمجنو خبرونو ترڅنګ له نیکه مرغه، خبر راورسېد، چې د «روښانه» رسنۍ مسئولې مدیرې افغانې خبریالې اغلې زهرا جویا د څلورو نورو نړیوالو خبریالانو ترڅنګ د ځوانو رهبرانو د نړیوالې مجمع جایزه ګټلې ده. اغلې جویا ته دغه جایزه د تېرې پنجشنبې په ورځ د شمالي ایرلند په بلفاست ښار کې وسپارل شوه. له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دې ترڅنګ چې اغلې جویا، د هغې کورنۍ، ټولو افغان رسنوالو او د هېواد ځورېدلو خلکو ته د دغې بریا مبارکي وايي، څرګندوي، چې افغان خبریالان په تېره بیا ښځمنې خبریالانې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د خپلواک فعالیت د ډګر اصلي اتلان دي. دغسې بریاوې ښيي، چې د رسنیو او بیان ازادي په افغانستان کې خپل ځای موندلی و او نن سبا چې ګڼ افغان خبریالان په تبعید کې ژوند کوي، کړلای شي، د اغلې جویا بریا د بېلګې په توګه ځانونو ته الګو وټاکي او په خپل تخصصي مسلک کې د هلوځلو او زیار له لارې هم دغسې نړیوالو دریځونو ته ځان ورسوي او هم په سختو شېبو کې د افغان ولس غږ پورته کړي. د هر افغان خبریال/خبریالې د همداسې ځلا او بریا په هیله
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان