د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د «افغانستان لپاره د بیان د ازادۍ» تر نامه لاندې لومړنی حضوري سمپوزیم د جرمني په برلین ښار کې د لسګونو افغان خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ د څه باندې ۱۵ نړیوالو سازمانونو په حضور کې تر سره کړ
دغه سمپوزیم چې د نورو اروپايي هېوادونو د افغان خبریالانو په حضور کې په برلین کې جوړ شو، د ډیری تمرکز یې د خبریالانو او اطلاعاتو پر اوسني وضعیت و او د بیان د آزادۍ په ډګر کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له ضایع کېدو څخه د وتلو په موخه بحثونه وکړل.
په دې سمپوزیم کې متخصصینو او خبریالانو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لارسي وضعیت نازک وباله او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د خبریالانو د خوندیتوب نړیوال سازمانونه باید په افغانستان کې د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ناوړه وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې، په دغه سمپوزيم کې حاضرو نړيوالو سازمانونو د خبريالانو د وړانديزونو له اوريدو وروسته یې ټينګار وکړ چې د بيان د ازادۍ له ارزښتونو څخه د دفاع په موخه به د خبريالانو د ملاتړ له سازمان سره په ګډه کار وکړي.
د دې غونډې په پای کې ګډونوالو د افغان خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د بحثونو تر څنګ د هېواد د رسنیو پر وضعیت هم تمرکز وکړ او له خبریالانو د ملاتړ له نړیوالو بنسټونو یې یو ځل بیا وغوښتل چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیزو فعالانو ترڅنګ په اروپایي هیوادونو کې میشتو خبریالانو ته د افغان رسنیو د متخصصو کدرونو په توګه کاري او ملاتړیز فرصتونه برابر کړي.