
دوه کاله مخکې د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۴ نیټه د خبریالانو د ټولنې مخکښ غړی محمد فهیم دشتي په شهادت ورسید.
د بيان د ازادۍ دوښمنانو دوه کاله مخکې په پنجشير ولايت کې د فهيم دشتي د سپرلۍ موټر په نښه کړ چې له امله يې فهيم دشتي او څو تنه ملګري يې شهيدان شول.
په افغانستان کې د موقتې ادارې له پیل څخه فهیم دشتي د کابل د اونیزې ورځپاڼې په جوړولو سره لومړی په کابل ښار او بیا په یو شمېر ولایتونو کې خپل رسنیز فعالیتونه پراخ کړل او د کابل د اونیزې ورځپاڼې د فعالیتونو له بندیدو وروسته یې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې څه باندې یوه لسیزه د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې د مشر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.
ښاغلي دشتي د ژورنالیزم په برخه کې د اطلاعاتو د ازاد دوران، د بیان ازادۍ د ملاتړ، د رسنیو د ازادۍ او د افغان خبریالانو او رسنیو د حقونو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي.
مونږ د بیان د ازادۍ د دغه شهید د دویم تلین په مناسبت د نوموړي نشتون د افغانستان د خبریالانو د ټولنې لپاره یوه ستره تشه ګڼو او د ښاغلي دشتي کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO)