‎ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي سره د خبریالانو د ملاتړ سازمان مجازي ناسته

 

‎ د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ملګرو ملتونو دسرمنشي دفتر ته د استول شوي سرخلاصي لیک د ارزونې په موخه نن په ملګرو ملتو کې د افغانستان له دایمي استازي سره مجازي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشرتابه پلاوي په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو تر څنګ د بیان د ازادۍ پر وړاندې ستونزې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دایمي استازي سره شریکې کړې او وروسته یې هیله څرګنده کړه، چې دغه لیک به د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو یوه څنډه به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې وړاندې کړي.

‎‎په دغه ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، ټینګار وکړ چې: “د خبریالانو د ملاتړ سازمان سر خلاصی لیک چې د شپږ سوو خبریالانو له خوا لاسلیک شوی، د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته رسیدلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي هیله منه ده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به به دغه لیک د ملګرو ملتونو د چارواکو له خوا د پاملرنې وړ وګرځي.

‎له بله پلوه ښاغلي فایق یادونه وکړه، چې په اوسنیو شرایطو کې له بل هر وخته زیات د صنفي بنسټونو او په تېره بیا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو ترمنځ زیاتې همغږۍ ته اړتیا شته او په کار ده چې د هېوا رسنوال تر یوه چتر لاندې د بیان د ازادۍ ارزښتونو او په افغانستان کې ولسواکۍ لپاره په ګډه له یو بل سره کار وکړي او یو بل ته لاسونه ورکړي.

‎په یاده مجازي ناسته کې ګډونوال خبریال ښاغلي سید سلیمان آشنا وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي دفتر ته د دغه لیک استول به په افغانستان کې د روانو ناخوالو او ستونزو چې خبریالان ورسره مخامخ دي، یو روښانه پيغام ورسوي.

‎په دغه ناسته کې ژمنه وشوه چې په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیزو کارکونکو د طالبانو د ادارې له خوا د لګیدليو زیاتیدونکو بندیزونو د لرې کولو په موخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي هر ‌‌‌‌‌‌ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده او د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې به د افغان خبریالانو او رسنوالو پيغام د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.