د کډوالۍ په تکل د خبریالې تورپیکۍ امرخېل په مړینه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان خواشیني

په خواشینۍ مو خبر واخیست، چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون پېژندل شوې ویانده تورپیکۍ امرخېل، ایتالیا ته د کډوالۍ پر لار د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. انالله و انا الیه راجعون!
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د خپلو ټولو هغو هېوادوالو په مرګ خواشینی او غمجن دی، چې په دې روستیو کې په بلغاریا او د ایټالیا په سواحلو کې یې، له خپل هېواده لرې په غربت کې، ژوند بایللی دی.
زموږ د دغو هېوادوالو ترمنځ یوه هم د ملي راډیو تلویزیون ویانده تورپیکۍ امرخېل وه، چې په افغانستان کې له محرومیت او ستونزمن ژوند څخه د ځانژغورنې په پار ګواښمنې کډوالۍ ته راوتلې وه، خو له بده مرغه نیمه خوا ارمانونه او ژوند یې پر اوبو لاهو شول. موږ د دغې غمیزې له کبله د خپلو ټولو ارواښادو هېوادوالو او مېرمن امرخېل کورنیو،خواخوږیو او د رسنیو لویې کورنۍ ته تسلیت وایو.
دا غمیزه ښيي، چې په افغانستان کې د ټولو خبریالانو په تېره بیا د ښځینه رسنوالو ژوند څومره له ګواښ و ربړو ډک دی، چې غواړي د مرګ په قیمت ځان خوندي هېوادونو ته ورسوي.
سازمان یو ځل بیا په جدي توګه پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي، چې که نړیواله ټولنه په هېواد کې دننه د خبریالانو او مېرمنو د خوندي او ډاډمن ژوند د تضمینولو توان او اراده نه لري، نو باید د ژورنالیستانو او ښځینه رسنوالو – چې تر هرچا ډېرې زیانمنېدونکې دي – خوندي هېوادونو ته په راوستلو کې اقدام او مرسته وکړي او که نه د افغانستان دغه مدني پوړ به د ژورې غمیزې کندې ته ورپرېوځي.
سازمان یو ځل بیا خپله ژمنه څرګندوي، چې د افغانستان د رسنوالو د غږ پورته کولو، د دوی د حقونو د ساتنې او د دوی د مرستې و ملاتړ لپاره به خپلې هېڅراز هلېځلې ونه سپموي.
د مېرمن امرخېل او ګردو مساپرو هېوادوالو ارواوې ښادې غواړو
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمیټه