په دې مهمه غونډه کې ۲۰ تنه ښځینه خبریالانې او د بشر حقونو فعالانې راټولې شوې وې، تر څو د زدهکړې او ارامتیا لپاره زمینه برابره شي.
دا غونډه د اېجیاېساو (AJSO) د اجرائیه مشرې مېرمن فرشته همتي او د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې د کمېټې غړې مبینا ساعي په مشرۍ ترسره شوې ده. د غونډې تمرکز دا وو چې ښځینه خبریالانو ته د ځان ساتنې، ذهني سکون او له ستونزو سره د مبارزې لارې وښيي، ځکه هغوی د حقیقت ویلو او عدالت غوښتنې په لومړۍ کرښه کې دي.
AJSO، د ټورنټو پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور انتوني فاینسټاین او د افغان-اسټرالیایي ارواپوه شاهین پورلیدي په همکارۍ هڅه کوي چې دا پروګرام نورو هېوادونو ته وغځوي ترڅو ډېرو ته زمینه برابره شي.
دا غونډه چې په برلین کې د فریدریش نومان بنسټ په دفتر کې ترسره شوه، د AJSO د ماموریت په برخه کې د رسنیو مسلکي کسانو او د بشري حقونو مدافعانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
AJSO باور لري چې رواني روغتیا د خبریالانو د امنیت یوه مهمه برخه ده. موږ ژمن یو چې دا ډول پروګرامونه هر هغه ځای ته پراخ کړو چې زموږ ټولنه ورته اړتیا لري.
موږ په د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ په سازمان کې د خبریالانو او د بشر حقونو د مدافعانو ملاتړ ته دوام ورکوو!