په هیند کې له افغان خبریالانو سره د AJSO سازمان د مشرتابه غړیو خبرې

 

د روان کال د اکتوبر په ۳۱مه، له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشرتابه غړیو له افغان خبریالانو سره، چې په هیند کې په یوه ناڅرګند برخلیک کې اوسي، ویډیويي کنفرانس جوړ کړ.

په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د AJSO سازمان په استازولۍ حامد عبیدي و محمد زبید عالمیار او په هیند کې یو شمېر افغان خبریالانو ګډون کړی و. لومړی د سازمان مسئول حامد عبیدي د دغه سازمان د فعالیتونو او دندو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل، ویې ویل: د AJSO سازمان د ژورنالیستانو د ملاتړ سازمان په توګه، هڅه کوي ستاسو ستونزې ثبت کړي او هغو اړوندو بنسټونو ته یې ورسوي چې په هیند او نورو نړیوالو سازمانونو کې د خبریالانو ملاتړ کوي.

عبيدي وويل، په تېرو څو مياشتو کې دغه سازمان په افغانستان او درېيمو هېوادونو کې د خبريالانو د ستونزو د هواري په موخه په منظمه توګه له هغو بنسټونو،چې له خبريالانو څخه ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه RSF سره اړيکه نيولې او د ټولو ستونزو د هوارۍ په برخه کې يې ورته څرګندونې کړې دي. له يادو بنسټونو يې غوښتي، چې د دغو خبريالانو د ستونزو د حل لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

په دې کتنه کې صديق يوسفزي، سيف الرحمن اتل، فرهاد حقيار، سهيلا سامع او خالد نورزاد د دغو خبريالانو په استاز ولۍ خبرې وکړې او ويې ويل چې د جمهوریت تر سقوط روسته د تېر کال په بهیرکې يو شمېر اشخاصو او موسسو د خبریالانو له نومونو څخه په ناسمه استفاده خپل خپلوان بهر ته ایستلي او د خبریالانو حقونه یې تروړلي دي.

د دغو خبریالانو په وینا، که څه هم هیند یو خوندي هېواد دی؛ خو د دوی او د دوی د کورنیو لپاره د ژوند او کار امکانات نشته او دوی له څو کلونو راهیسې په یوه ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.

دغو خبريالانو د خبريالانو د ملاتړ او ځينو نړيوالو موسسو لکه UNHCR په بې پروايي نيوکه وکړه او ويې ويل چې دغو موسسو د دوى ايميلونو ته ان مثبت ځواب هم ويلى نه دى او د دوى ستونزو ته يې پام کړی نه دی.

د دغو خبریالانو د خبرو له اورېدو روسته د دغه سازمان د مشرتابه پلاوي غړي محمد زبید عالمیار د دوی ټولې ستونزې یادښت کړې او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو افغان خبریالانو ترمنځ انسجام او همغږي اړینه ده او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره به دغه سازمان د دوی ستونزې هرو مرو له اړونده بنسټونو سره شریکې کړي.