د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې زرخان همدرد چې په عرفان الله مشهور و، د زایون ټلویزیون پخوانی خبریال د ترکیې په وان سیمه کې د مهاجرت په لاره کې وفات شو.
په دې وروستیو کې د همدرد کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې له څو میاشتو نا پوهېدو وروسته دوی ته معلومه شوه، چې عرفان الله همدرد شاوخوا څلور میاشتې وړاندې له ایرانه ترکیې ته پر لاره وو او په لاره کې مړ شو. د زرخان همدرد ورور له ترکیې څخه افغانستان ته د خپل ورور د انتقال غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې له ترکیې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. که څه هم ترکي چارواکي د دغه خبريال د ښخولو خبره کوي، خو تر اوسه د همدرد کورنۍ ته نه ده څرګنده چې د زوی مړی يې چېرته ښخ شوی دی. زرخان همدرد ۲۵ کاله عمر درلود او د لغمان ولایت اصلي اوسیدونکی و. هغه د زاویون تلویزیون د سیاسي خپرونو کوربه و، چې څو میاشتې وړاندې د خپل هیواد پریښودو ته اړ شو. د جمهوري ریاست له سقوط وروسته یو زیات شمېر خبریالان او د رسنیو غړي له هېواده وتلو ته اړ شول او یو شمېر رسنیو د لګول شویو بندیزونو له امله خپل فعالیتونه بند کړل.
د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره د دې پېښې له کورنیو، خپلوانو او د هېواد له رسنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له سرپرست حکومت څخه غواړي چې پر رسنیو محدودیتونه لیرې کړي، مسلک او مسلکي فرصتونه دې محدود نه کړي او د زیاتو رسنیو د بندولو زمینه برابره نه کړي. ..
دغه اداره په دې برخه کې هر ممکن اقدام کوي او تل به په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو د ازاد فعالیت ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان